د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر مولانا فضل الرحمن وویل چې د اسلام آباد لخوا د ډیورنډ کرښه د افغانستان سره د رسمي پولې په توګه د پیژندلو ادعا یو اړخیزه او د افغانستان لپاره د منلو وړ نه ده.
هغه پرون په پیښور کې په یوه قومي جرګه کې ټینګار وکړ چې نه پاکستان او نه هم افغانستان په قبایلي سیمو کې یو اړخیز اقدامات کولی شي.
مولانا فضل الرحمن زیاته کړه چې پاکستان په افغانستان کې له ناامنۍ څخه ګټه پورته کړې او په قبایلي سیمو کې یې یو اړخیز اقدامات کړي دي.