افغانستان

په غزني کې دوه مرګونې ترافیکي پېښې، ۲ تنه مړه او ۴ نور ټپیان شوي

د غزني د پولیسو قومانداني د کابل-کندهار په لویه لاره د دوو ترافیکي پېښو خبر ورکړی دی.

د قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د جمعې په ورځ (١٤ چنګاش ۱۴۰۴) د قره باغ ولسوالۍ په سپین بند سیمه کې یو بار وړونکی لارۍ د مسافر وړونکي موټر سره ټکر وکړ، چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان ووژل شول او یو بل کس ټپي شو.

همدارنګه په همدې ورځ د اندړو ولسوالۍ په ملانوح بابا سیمه کې یوه بله ترافیکي پېښه وشوه، چې په کې د یو ماشوم او یوې ښځې په ګډون درې کسان ټپیان شول.

چارواکو ویلي چې د دې پېښو لامل د ترافیکي قوانینو سرغړونه وه، او په اړه یې څېړنې روانې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button