کلتور او تعلیمویډیويي راپور
د مزارشريف په بېلابېلو جوماتونو کې د کوچني اختر د لمانځه ادا کول
د روژې د مبارکې میاشتې په پای ته رسیدو او د کوچینی اختر په رارسیدو سره د بلخ ولایت د اوسیدونکو په ګډون په زرګونو مسلمانو او خدا پرست هیوادوالو نن (چهارشنبه د وری ۲۲مه) د کوچنی اختر په مراسمو کې ګډون وکړ. د ښار په مختلفو جوماتونو، کې لمونځونه په ځانګړي شان او سختو امنیتي تدابیرو سره ترسره شول.
د سلطانیه جومات خطیب حجت الاسلام والمسلمین سید حیدر هاشمی په مزارشریف کې د اسلامي امارت تر بیرغ لاندې د شیعه او سنیانو لخوا د اختر د لمانځه ادا کول په هیواد کې د پیوستون او اسلامي ورورولۍ نښه وبلله. .
په ورته وخت کې د اسلامي امارت ځواکونه د کوچني اختر د لمانځه پر مهال د ځانګړي امنیت په برابرولو ټینګار کوي او وايي چې امنیتي ځواکونه د اختر په ورځو کې هم له خلکو سره دي.