افغانستان
د وینځلو واسلینو تولید په هیواد کی منع شو
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د وینځلو د واسلینو پر تولید ځکه بندیز لګولی چې د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.
دغه وزارت نن دوشنبه (د وری ۲۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د وینځلو د واسلینو کارول د پوستکي د بېلابېلو ناروغیو، الرجي او نورو مزمنو ناروغیو لامل کېږي.