نړۍ
په ډنمارک کې یوې محکمې دوه کسان د قرآن کریم د سپکاوي په تور جریمه کړل
په ډنمارک کې یوې محکمې د جمعې په ورځ (د غويی ٢٦ مه) دوه کسان، چې د یوې اسلام ضد ډلې مشر هم پکې شامل دی، د قرآن کریم د سپکاوي له امله جریمه کړل.
د دې کسانو هر یو ته د ۱۰،۰۰۰ ډنمارکي کرونر (۱۵۰۰ ډالر) ورکولو سزا ورکړل شوه.
یوې محکمې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې یو تن چې په ۱۹۸۸ کال کې زیږیدلی و، د قرآن کریم د انګلیسي ژباړې پاڼې څیرې کړې او په کندې کې یې وغورځولې.
دا سپکاوی کوونکی عمل د راسموس پالودان په مشرۍ د اسلام ضد ګوند “سټرام کورس” په فیسبوک پاڼه کې په ژوندۍ بڼه خپور شو.