افغانستانکلتور او تعلیم
د سرپل ولایت په مرکز کې د قرانکریم د تلاوت غونډه جوړه شوه
سیمه ایزو سرچینو سفیر ټلویزیون ته عکسونه لیږلي او ویلي یې دي: د روژې د مبارکې میاشتې په لسمه نیټه د حضرت خدیجې کبری (س) د وفات په شپه د سرپل ولایت په مرکز کښې د امامزاده یحیی علیه السلام زیارت ته څیرمه د امامزاده یحیی په مدرسه کښې د قرآن عظیم الشان د تلاوت غونډه جوړه شوه چې د قران کریم د حافظانو او مینه والو په پراخه توګه یې هرکلی وشو.