افغانستان
په فاریاب کې له ۱۱۰ زره او ۵۰۰ افغانیو سره یو مسلکي سوالګر ونیول شو
د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د فاریاب امنیه قوماندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو، د سوالګرو راټولولو کمېسیون په همغږۍ، د میمنې ښار د خشتي جومات له انګړ څخه یو مسلکي سوالګر پېژندلی او نیولی دی.
دغه وزارت وايي، د نیول شوي کس د استوګنې ځای له پلټنې وروسته، ۱۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدې پیسې هم ترلاسه شوې دي.
په میمنې ښار کې د سوالګرو د راټولولو او د هغوی د وضعیت د ارزونې بهیر د خلکو له احساساتو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي او اړمنو کسانو ته د رسېدنې په موخه دوام لري.








