د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالرحمن رشید د قطر د سرې میاشتې له مشر حسین یونس سره ولیدل.
د وزارت په وینا، په دې غونډه کې، ښاغلي رشید د افغان راستنیدونکو کډوالو سره د هیواد د بشري مرستو او په پکتیا ولایت کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي د جوړولو د پروژې د پلي کولو غوښتنه وکړه.
له بلې خوا، د قطر د سرې میاشتې ټولنې مشر په دې غونډه کې له افغانانو سره مرسته خپل مسؤلیت وګاڼه او ډاډ یې ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به په پکتیا کې د کډوالو لپاره د استوګنې ځای د جوړولو کار پیل شي.