سیمه
الجولاني به د یکشنبې په ورځ سعودي عربستان ته لاړ شي
د سوریې د انتقالي دورې لنډمهاله ولسمشر احمد الشرع (ابو محمد الجولاني)، ټاکل شوې ده چې نن (یکشنبه، د سلواغه ۱۴مه) د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته سفر وکړي.
د یادونې وړ ده چې دا د دمشق له واکمنۍ راهیسې د احمد الشرع لومړی بهرنی سفر دی.
مخکې له دې، المادون شبکې، د باخبرو سرچینو په حواله، اعلان وکړ چې الجولاني د یوې ترکي شبکې سره په مرکه کې ویلي وو چې هغه به د خپل لومړي بهرني سفر لپاره سعودي عربستان یا ترکیې ته لاړ شي.








