ملي دفاع وزارت په پکتیکا کې د پاکستان د هوايي برید په غبرګون کې ویلي، چې اسلامي امارت دغه وحشیانه برید د ټولو نړیوالو اصولو خلاف او ښکاره تېری ګڼي او ویلي یې دي، چې پاکستان باید پوه شي، چې دا ډول خپلسري عملونه د کومې ستونزې د حل لاره نه ده. اسلامي امارت دغه بزدلانه عمل په کلکه غندي.
د افغانستان د دفاع وزارت زیاته کړه چې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د سه شنبې په ورځ په بېړنۍ بمبارۍ کې ملکي وګړي چې زیاتره یې وزیرستاني کډوال دي په نښه شوي دي.