سیمه
د صهيونېسټ رژيم د فوځيانو حملې په سویلی سيمو کښې وشوې
په لبنان کښې سیمه ایزو سرچینو نن سهار (جمعه د لیندۍ ٢) د لبنان په پلازمینې باندې د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو او تیریو د تکرار خبر ورکړ.
“الجزیرې” شبکې راپور ورکړی چې وروسته له هغه چې د بیروت په جنوبي څنډو کې د «الحدث» او «هر حریک» سیمو ته د وتلو خبرداری ورکړل شو، د اشغالګرو بې پیلوټه الوتکو پر دغو سیمو بریدونه وکړل.
د لبنان په پلازمینه کښې د الجزیرې خبریال وویل چې تراوسه د صهیونیسټ رژیم له خوا په یادو دوو سیمو باندې درې حملې شوی دی.
هغه عکسونه چې لبناني اتباعو د دې بریدونو په اړه خپاره کړي د چاودنو له امله رامینځته شوي خورا ځواک او د لوګي حجم څرګندوي.