سیمه
د پاکستان په پاړه چنار کې د شیعه ګانو پر موټر برید څو تنه شهیدان کړل
د پاکستان سیمه ایزو سرچینو خبر ورکړی، چې د کرمې په لودی سیمه پاراچنار کې د شیعه ګانو په څو مسافر وړونکو موټرو د تکفیری عناصرو وسله وال برید شوی دی.
د دغه خونړي برید په پایله کې د ۲۱ ښځو، ۱۷ ماشومانو او ۲۱ ماشومانو په ګډون ۸۱ تنه شهیدان او ۱۲ تنه ټپیان شول.
جیونیوز پاکستان خبر ورکړی، چې دغه مسافر له پاراچنار سیمې څخه د پېښور پر لور روان وو.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د مسافرو کاروان د پاکستاني پولیسو تر څارنې لاندې روان و.
د کرم ولسوالۍ په مرکز پاراچنار کې منتقدینو د پاکستان حکومت او امنیتي ځواکونه د امنیت په برابرولو کې د پاتې راتلو له امله نیوکه کړې ده.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/14561?single