افغانستان
په بدخشان کې د سرو زرو د مينځلو د يوه ورکشاپ د نړېدو له امله درې تنه کارګران ووژل شول
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح الله امیري وايي، د دې ولایت په ارغنجخاه ولسوالۍ کې درې کان کیندونکي چې د سرو زرو په مینځلو بوخت وو، د ورکشاپ د نړېدو له امله مړه شوي دي.
ښاغلي امیري وویل چې د دغو قربانیانو جسدونه نن ماسپښین له خټو څخه را ایستل شوي دي.
د هغه په وينا، دغه درې کان کیندونکي د بدخشان ولايت د ارغنجخوا ولسوالۍ په تغرچه سيمه کې په دستوري او دوديزه توګه د شګو په وينځلو بوخت وو.
هغه زیاته کړه، له دوو اونیو راهیسې په بدخشان کې د کانونو استخراج په رسمي ډول د اسلامي امارت له لوري بند شوی، خو د نادعلي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د اړتیا له مخې په غیر معیاري ډول د سرو زرو استخراج کوي.