افغانستان

په کابل کې د کثافاتو د مدیریت او ریسایکل کولو په برخه کې د پانګونې لپاره د یوه کورني بنسټ لېوالتیا

د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشيد د ښاري ستونزو د حل په موخه د افغانستان د بيارغونې بنسټ له رييس درمحمد اشنا او غړو سره وکتل.

د دغه بنسټ مشر د دغه ښار د راتلونکي په اړه د مثبتې ارزونې تر څنګ د عصري ښاري ارزښتونو پر بنسټ د دغه ښار د متوازن انکشاف او پراختیا په برخه کې د کابل ښاروالۍ له کارونو او فعالیتونو خوښي څرګنده کړه.

د افغانستان د بیارغونې بنسټ رئیس د کابل ښار د ودې او انکشافي پلانونو له عملي کېدو سره لېوالتیا وښوده او د کثافاتو د مدیریت او بیا رغاونې په برخه کې به پانګونه وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button