نړۍ

د اشغالګرو پوځیانو د ټپیانو شمېر تر ۱۰ زرو تنو واوښت

د اسرائیلو یوې رسنۍ د درنۍ په شپه څرګنده کړه چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې د جګړې له پیل راهیسې د دغه رژیم ۱۰۴۰۰ پوځیان ټپیان شوي دي.

د زمړی د ۱۹مې نیټې د صهیونیسټي پوځ هم منلې چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې د جګړې له پیل راهیسې د دغه رژیم ۶۸۹ پوځیان وژل شوي دي.

د غزې په تړانګه کې جګړه په داسې حال کې یوولسمې میاشتې ته داخله شوې چې یو شمیر صهیونیسټي رسنیو د خپلو تلفاتو په اعلانولو کې د اسرائیلي پوځ سخت سانسور ته حواله کړې ده. دغه اقدام د غزې په تړانګې کښې د صهیونیسټی پوځیانو د مړه ژوبلې د زیاتیدا او په نیواک شویو سیمو کښې د نورو داخلی غبرګونونه د ویرې له امله شوی دی .

صهیونیسټي رسنیو له دې مخکې څرګنده کړې وه چې د صهیونیسټي رژیم د پوځ له خوا خبرتېا شوي د ټپیانو شمیر د دغه رژیم د روغتونونو له شمیرو سره ډیر توپیر لري.

دصهیونیسټ رژیم 12 چینل له دې مخکې خبرتېا کړی وو چې ددغه رژیم پوځ د روغتون له چارواکو غوښتی دی چې له پوځ سره له همغږۍ پرته دې د تلفاتو هیڅ احصائیه خپره نه کړی .

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button