افغانستانسیمه

تاجکستان د اورګاډي پټلۍ تر افغانستان پولی ته غځوي

د آسیا پلس خبري اژانس د راپور له مخې، د تاجکستان او جنوبی کوریا ترمنځ د لاسلیک شوي نوي تړون له مخې، تاجکستان د افغانستان پولې ته د اورګاډي پټلۍ غځوي.

د تاجکستان د ترانسپورت وزیر عزیز ابراهیمی وویل چې د دې پټلۍ د جوړولو هدف د افغانستان، پاکستان او هند په ګډون د جنوبی اسیا د هېوادونو بازارونو ته رسول دي.

ده زیاته کړه: د دغه پلان د بریالیتوب په صورت کې به له ګاونډیو هیوادونو سره د مالونو تجارت زیات شي چې د تاجکستان او د سیمې د نورو هیوادونو په ګټه به وي.

د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې د تطبیق موده درې کاله ده او لګښت یې څلور میلیونه دالره اټکل شوی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button