افغانستانسیمهنړۍ

٢٦ ولايتونه په افغانستان کی د نوري فايبر له خدمتونو سره وصل شول

د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت د نوری فایبر له خدمتونو سره د هېواد د ۲۶ ولایتونو د نښلولو خبر ورکوي.

د دغه وزارت وياند عنايت الله الکوزی وويل، چې اوسمهال د هېواد اووه برخې د ګاونډيو هېوادونو له لارې د نوري فايبر له خدمتونو سره نښلول شوي او ځينې نور هېوادونه هم لېواله دي، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی وزارت ویاند وویل: تر دې دمه د هېواد ۲۶ ولایتونه له نوری فایبر سره وصل شوي او پرون مو فراه ولایت هم له دې شبکې سره وصل کړ، څو د افغانستان خلک وکولای شي له دغو خدمتونو ګټه واخلي.

د هغه په وينا، د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت هڅه کوي، چې دغه خدمات د هغو ولايتونو په ولسواليو کې پراخ کړي، چې په دې پروسه کې نه دي شامل.

عنایت الله الکوزی څرګنده کړه: موږ د مرکزی اسیا او جنوبي اسیا د هېوادونو په ګډون په ۷ نقطو کې د نوری فایبر له شبکې سره وصل یو.

تر دې وړاندې د هېواد د یوشمېر ولسوالیو او لرو پرتو سیمو اوسېدونکو مخابراتی او انټرنیتی خدمتونو ته د لاسرسي پر نشتوالي نیوکې کړې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button