نړۍ
پنټاګون غواړي زغروال وسایط او بېپیلوټه سمندري بېړۍ پر مصنوعي ځیرکتیا سمبالې کړي
د ریانووستي خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د جګړې وزارت (پنټاګون) په پام کې لري چې خپل زغروال وسایط او بېپیلوټه سمندري بېړۍ د هدفونو د اتومات پېژندنې لپاره د مصنوعي ځیرکتیا پر سیسټمونو سمبالې کړي.
د دغه راپور پر بنسټ، پنټاګون د امریکا د پوځي ځواکونو او استخباراتي ادارو په بېلابېلو برخو کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو اړوند ۱۰ پروژې څېړي، چې تمرکز یې د هدفونو پر اتومات پېژندنه دی.
په دې پروګرام کې ټاکل شوې چې د پیادهنظام د نوي نسل جنګي وسایط (XM30) د مصنوعي ځیرکتیا لرونکو حسګرو پر سیستمونو سمبال شي؛ د امریکا سمندري ځواک هم په خپلو بېپیلوټه سمندري بېړیو کې د هدفونو د اتومات پېژندنې ټکنالوژۍ د کارولو په حال کې دی








