د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان د زاپروژیا په اټومي بټۍ کې د نهم اوربند په اړه خبرې کوي
د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د زاپروژیا اټومي بټۍ د بهرنۍ برېښنا له بیا پرې کېدو وروسته، له روسیې او اوکراین سره د نهم سیمهییز اوربند د ټینګښت په اړه خبرې کوي، څو د دغې بټۍ د برېښنا لېږد تاسیسات ورغول شي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د «فروسپلاونا ـ ۱» په نوم له یوازینۍ پاتې بهرنۍ برېښنا مزي سره د اټومي بټۍ نښلون، چې ۳۳۰ کیلوولټه ظرفیت لري، د نومبر په ۲۵مه د سهار په ۵:۲۸ بجو، ظاهراً د پوځي فعالیتونو له امله پرې شوی دی. له همدې امله، دغه بټۍ د جګړې له پیل راهیسې د اتهویشتم ځل لپاره د اټومي خوندیتوب د حیاتي اړتیاوو د پوره کولو په موخه پر بېړنیو ډیزلي جنراتورونو تکیه کړې ده.
د دغه سازمان عمومي رییس، رافایل ګروسي، ویلي چې پر یوه برېښنا مزي د بټۍ تکیه او د جګړې په لومړۍ کرښه کې د هغې موقعیت، د بهرنۍ برېښنا رسونه له جدي ګواښ سره مخ کړې ده. نوموړي له دواړو لورو غوښتي، چې د برېښنا رسونې پر تاسیساتو پوځي فعالیتونه ودروي او د «فروسپلاونا ـ ۱» مزي د ترمیم او د برېښنا د بیا نښلولو لپاره زمینه برابره کړي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې د اټومي بټۍ له ۱۹ بېړنیو جنراتورونو څخه، د برېښنا له پرې کېدو وروسته څلور جنراتورونه په اتومات ډول فعال شوي او دوه نور جنراتورونه د ډیزلي تېلو د سپما په موخه درول شوي دي.
د دغه سازمان اټکل ښيي، چې د ډیزلي تېلو زېرمه د دوو اوسنیو فعالو جنراتورونو د کار د دوام لپاره تر ۱۰ ورځو ډېره بسنه کوي. همدارنګه، د تېلو د مصرف د کمولو په موخه د اټومي بټۍ د تودوخې سیستم هم درول شوی دی.
دغه سازمان د «دنیپروفسکا» سبسټېشن او د ۷۵۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزي پر ترمیم هم ټینګار کړی دی؛ هغه تاسیسات چې اټومي بټۍ ته د برېښنا په رسولو کې حیاتي ارزښت لري








