سیمه
راپورونه: بنسلمان د یمن د کړکېچ د حل لپاره له جولاني څخه د مرستې غوښتنه کړې
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په یمن کې د جګړو د دوام او د انصارالله ځواکونو د وروستیو پرمختګونو له امله، سعودي عربستان د دغې جګړې له بنبست څخه د وتلو لپاره د یوې لارې موندلو په موخه سوریې ته مخه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د اروپايي، امریکايي او اسیایي هېوادونو د ملاتړ راجلبولو او د بېلابېلو ائتلافونو جوړولو لپاره د ریاض هڅې تر اوسه د دغه هېواد د خوښې پایله نه ده ورکړې.
په همدې حال کې، راپور ورکړل شوی چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بنسلمان د یمن د کړکېچ د حل لپاره د سوریې له لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.








