د اووهواړو هېوادونو (G7) د بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې له ورځې په پاریس کې دوه ورځنۍ غونډه پیلوي، چې په ترڅ کې به یې د اوکراین جګړه، د مسکو او کییف ترمنځ خبرې اترې او د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا وڅېړل شي.
اروپايي هېوادونه هڅه کوي چې واشنګټن د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه عادلانه تړون ملاتړ ته وهڅوي او له ایران سره د پوځي ترینګلتیا د زیاتېدو مخه ونیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د دې غونډې په دواړو ورځو کې ګډون وکړي. په ورته وخت کې به د فارس خلیج د ترینګلتیا د پایلو، د هرمز تنګي د امنیت او په اروپا کې د انرژۍ د بیو د لوړېدو په اړه هم اندېښنې مطرح شي.
د دې غونډې په څنډه کې، فرانسه د چرنوبیل اټومي بټۍ د رېکټور د محافظتي ګومبدې د بیارغونې لپاره د ۵۰۰ میلیونه یورو راټولولو په موخه هم یو کنفرانس جوړوي.








