نړۍ

ماکرون: هر څه ستړي کوونکي او له نوښتګرې انرژۍ بې‌برخې دي

د یوې فرانسوۍ خپرونې د راپور له مخې، د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون یوه خبریال ته په استول شویو پیغامونو کې ویلي، چې د اروپايي ټولنې د مشرانو په غونډه کې یې د جرمني د پخوانۍ صدراعظمې انګېلا مېرکل او د ایټالیا د پخواني لومړي وزیر ماریو دراګي یاد ورغلی دی.

ماکرون همداراز ویلي، چې کله ناکله اوسني شرایط ورته درانه او زغمل یې ستونزمن وي او هر څه ورته ستړي کوونکي او له نوښتګرې انرژۍ بې‌برخې ښکاري؛ خو ټینګار یې کړی، چې خپل مورال نه بایلي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button