په کولمبیا کې د سرو زرو غیرقانوني کان نړېدلی؛ ۱۴ کسان مړه شوي
د کولمبیا په سوېل لوېدیځ کې د سرو زرو د یوه غیرقانوني کان د نړېدو له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي. راپورونه ښيي چې له ۱۲ څخه تر ۱۵ پورې نور کانکیندونکي هم لادرکه دي.
دا پېښه پرون د نارینیو ولایت په چامبرو کلیوالي سیمه کې رامنځته شوې ده. د نارینیو والي، لوئیس الفونسو اسکوبار، ویلي چې د لټون او ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي دي؛ خو د پېښو د مدیریت ادارې یوه چارواکي ویلي چې سیمې ته د لاسرسي او اړیکو د ستونزو له امله لا هم د ځینو کسانو د لادرکۍ راپورونه شته.
د الجزیرې د راپور له مخې، د پېښې سیمه د ګڼو استوایي ځنګلونو په منځ کې پرته ده او هلته یوازې د کښتیو یا کوچنیو الوتکو له لارې تګ راتګ ممکن دی.
سیمهییزو چارواکو ویلي چې یاد کان غیررسمي و. د کولمبیا په ځینو کلیوالي سیمو کې له څارنې پرته غیررسمي کانکیندنه دود ده، چې د خوندیتوب د اسانتیاوو نشتوالی د مرګونو پېښو خطر زیاتوي.
د روان کال په اګست میاشت کې هم د نارینیو ولایت د پولیکارپا ښاروالۍ په یوه ورته پېښه کې ۱۳ کسان مړه شوي وو.








