یونیسف د پنجشېر د روغتیايي برخې د ملاتړ لپاره ۵۰۰ زره نور ډالر ځانګړي کړل
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د دغه ولایت د روغتیايي خدمتونو د ملاتړ او پراختیا لپاره شاوخوا ۵۰۰ زره نور امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.
دغه موضوع د پنجشېر د والي حافظ محمد آغا حکیم او د یونیسف د مرکزي زون د مسوول سلیمانخېل او ورسره مل پلاوي ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې ده. د یونیسف مسوولینو په دې لیدنه کې د خپلو همکاریو پر دوام او د روغتیايي مرکزونو د بیارغونې له بهیر څخه د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت والي د بشري مرستو پر پراختیا، په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې، او د روغتیا په برخه کې د پراختیايي پروژو پر جذب ټینګار کړی دی.
همداراز، سیمهییزو مسوولینو د یونیسف له پلاوي سره د عامې روغتیا د برخې اړتیاوې، د روغتیايي مرکزونو او ښوونځیو بیارغونه او د حرفوي پروژو پلي کول شریک کړي او د اړمنو او زیانمنونکو کورنیو لپاره یې د مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.
د یونیسف مسوولینو هم ژمنه کړې چې د هغو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې بهیر به دوام ومومي چې د ترمیم چارې یې بشپړې شوې نه دي او د پاتې کارونو په بشپړولو کې به همکاري وکړي.








