د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې تازه ټاکل شوي ځانګړي استازي توماس فریلېسن د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې ده.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، فریلېسن د امنیت د ټینګښت او د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان د لاسته راوړنو یادونه کړې او دواړو لورو د یو شمېر بشري او سیاسي موضوعاتو په اړه د نظرونو تبادله کړې ده.
مولوي امیرخان متقي ویلي، نړیوالې ټولنې د نشهیي توکو د کښت پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ، د بزګرانو د ملاتړ او د بدیل معیشت د برابرولو لپاره اړینې مرستې نه دي کړې.
د اروپايي ټولنې استازي هم ویلي، چې د امنیت د ټینګښت او د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ملاتړ د دې ټولنې رسمي دریځ دی او هڅه به وشي چې په بېلابېلو برخو کې همکارۍ پراخې شي.







