افغانستان
په فراه او فاریاب کې د ۴۶۹ کیلوګرامه تریاکو او یوې اندازې شیشې نیول
د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د فراه ولایت د پولیسو ځواکونو د فراه ښار د قلعه بهبود له سیمې څخه درې کسان له ۴۶۹ کیلوګرامه تریاکو سره نیولي دي.
د دغه وزارت په وینا، نشهیي توکي په یوه فیلډر موټر او یوه موټرسایکل کې په ماهرانه ډول ځای پر ځای شوي وو او نیول شویو کسانو غوښتل چې دغه توکي نامعلوم ځای ته ولېږدوي.
په یوه جلا پېښه کې، دوه نور کسان هم د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار له اړوندو سیمو څخه د شیشې په نوم د نشهیي توکو د ساتلو په تور نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د دغو کسانو د دوسیو له بشپړېدو وروسته به هغوی عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.








