نړۍ

په روسیه کې د معلوماتو تر ټولو لوی مرکز د بې‌پیلوټه الوتکو برید هدف وګرځېد

راپورونه ښيي چې د روسیې په کالوګا سیمه کې د «یاندکس» ټکنالوژۍ شرکت د معلوماتو مرکز د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو د برید له امله زیانمن شوی او د دغه مرکز ځینې فعالیتونه درېدلي دي.

د راپور له مخې، دغه مرکز شاوخوا ۱۳۰ زره متر مربع مساحت لري او په روسیه کې د یاندکس تر ټولو لوی معلوماتي مرکز بلل کېږي. دغه مرکز د ۶۳ مېګاواټه برېښنا ظرفیت او له ۳ زره او ۸۰۰ څخه د زیاتو سرورونو رېکونو لرونکی دی.

د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه مرکز څو عملیاتي برخې په بشپړ ډول له فعالیت څخه لوېدلې دي. دا پېښه څو ورځې وروسته له هغې رامنځته شوې چې د همدې شرکت د یوه بل معلوماتي مرکز د زیانمنېدو راپور هم ورکړل شوی و.

د اوښتو زیانونو بشپړ جزییات او پر یاندکس د ډیجیټلي خدمتونو د اغېز کچه لا هم روښانه نه ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button