د هېواد په سوېل ختیځ کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو ویاند عبدالحق فدا رسنیو ته ویلي، چې تېره شپه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې، د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې ده.
د فدا په وینا، نښته لومړی د پاکستاني پوځیانو له لوري پیل شوې او افغان ځواکونو یې په ځواب کې دفاعي ډزې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان ځواکونو ته په دې نښته کې مرګژوبله نه ده اوښتې او اوس مهال په سیمه کې وضعیت عادي دی.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








