نړۍ
ټرمپ د اوکراین لپاره د نوي ولسمشر د ټاکلو غوښتنه وکړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې اوکراین نوی ولسمشر وټاکي. نوموړي ادعا کړې چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي څو ځله د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هوکړې فرصتونه درلودل، خو ګټه یې ترې نه ده اخیستې.
ټرمپ همداراز زلنسکي تورن کړی چې د روسیې پر تېلو چاڼځایونو او د سون توکو پر تاسیساتو د بریدونو له لارې یې امریکايي بزګرانو ته ستونزې جوړې کړې دي. هغه ویلي، اوکراین ته خبرداری ورکړل شوی و چې د ډیزلي تېلو پر تاسیساتو بریدونه ونه کړي.
ټرمپ ټینګار کړی چې اوکراین داسې مشرتابه ته اړتیا لري چې له مقابل لوري سره هوکړې ته ورسېدای شي. د هغه څرګندونې د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو پر څرنګوالي د روانو اختلافونو څرګندونه کوي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








