د جمعی په ورځ ولادیمیر پوتین د شوکت میرضیایف سره په لیدنه کې د هسته یی بټۍ د جوړولو لپاره د ګامونو د پیلولو امر صادر کړ.
اټکل کیږي چې د دغه دوه راکتوره هسته یی بټۍ چې د ازبیکستان په نوایی ولایت کې جوړیږي شاوخوا یو ملیون دالره لګښت پرې راځي.
د برېښنا دغه دستگاه چې تر ۲۰۲۸ کال پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، دوه ۱۲۰۰ میګاواټه راکتورونه به ولري.
روسیې هم اعلان کړی چې غواړي د تاشکند له حکومت سره خپلې تکنالوژۍ اړیکې پراخې کړي.