سیمهنړۍ

امریکا: دا مهال به اوکراین ته د ناتو د غړیتوب بلنه ورنه کړي

د اروپا او اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جیمز اوبرايان خبريالانو ته وويل: “موږ له ناتو سره د يوځای کېدو لپاره د اوکراين د بلنې تمه نه لرو، خو له دغه هېواد سره به د پام وړ ملاتړ وشي.”

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې واشنگتن د ناټو د ۷۵مې کلیزې د لمانځلو لپاره د ناتو د غړو هېوادونو د غونډې کوربه توب کوي.

د امریکايی چارواکو په وینا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن راتلونکې اوونۍ مالدوای او چک جمهوریت ته ځي.

اوکراین په ۲۰۰۸ کال کې له ناتو سره د یوځای کېدو هیله اعلان کړه، چې روسیی یې سخت مخالفت وکړ او د روسیی حکومت ټینګار وکړ چې د پخواني شوروي خاورې ته د ناتو غځول د دې هېواد ملي امنیت او د نفوذ ساحه له ګواښ سره مخ کوي.

د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین په ناتوکې د اوکراین د شاملیدو هر ډول هڅه د روسیی لپاره یوه «سره کرښه» بللې ده.

روسیی د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه د امنیتي اندېښنو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له کبله پر اوکراین برید پیل کړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button