د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې ادعا کړې چې پر ایران جګړه به د امریکا د منځمهاله ټاکنو له ترسره کېدو وروسته پای ته ورسېږي.
ټرمپ همداراز ویلي چې پر ایران به نور بریدونه هم ترسره شي، خو په ورته وخت کې یې ټینګار کړی چې تمه لري جګړه به د منځمهاله ټاکنو سمدستي وروسته پای ته ورسېږي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ تاوتریخوالی او مستقیمې نښتې لا هم دوام لري او ټرمپ تر دې وړاندې هم د جګړې د پای ته رسېدو د وخت په اړه ورته څرګندونې کړې وې.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








