د پاکستان دفاع وزیر: پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه ګډ دفاعي تړون فعالوي
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف وایي، پر سعودي عربستان د یمن د حوثیانو بریدونه کولای شي د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د ګډ دفاعي تړون د عملي کېدو لامل شي او پاکستان به د دغه تړون له مخې د مرستې مکلفیت ولري.
خواجه آصف دغه څرګندونې له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې کړې دي؛ دا څرګندونې د سپټمبر پر ۸مه د سعودي عربستان پر جنوبي سیمو د حوثیانو له پراخو توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو وروسته شوې دي. په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۷۳ کسان ټپیان شوي او د انرژۍ او اقتصادي برخې ځینې تأسیسات هم زیانمن شوي دي.
د راپورونو له مخې، ابها، جازان، نجران او خمیس مشیط ښارونه د بریدونو هدف ګرځېدلي او د انرژۍ په ځینو تأسیساتو کې د اورلګېدنې او د فعالیتونو د ګډوډېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ ګډ دفاعي تړون د دفاعي همکاریو د پیاوړتیا او د متقابلې دفاع د اصل پر بنسټ رامنځته شوی دی؛ د دغه اصل له مخې، پر یوه غړي وسلهوال برید د نورو غړو پر وړاندې د برید په توګه هم ګڼل کېدای شي.
د خواجه آصف څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د یمن د وسلهوالو ځواکونو له لوري پر سعودي عربستان وروستي بریدونه په وروستیو کلونو کې په دې جبهه کې د ترینګلتیا له تر ټولو جدي زیاتېدو څخه بلل شوي دي.








