ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د هیواد په جنوب کې د امریکا په وروستیو بریدونو کې په قشم، سیریک او د هرمزګان په نورو سیمو کې څو ځایونه په نښه شوي دي.
د ایرنا په وینا، د قشم ته نږدې د توغندیو له لګېدو وروسته د کبانو د پوډرو فابریکې یوه برخه زیانمنه شوه؛ سیمه ییز راپورونه وايي چې د برید پر مهال ځای خالي و او د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
په سیرک کې د ځینو ساحلي سیمو او ملکي تاسیساتو د توغندیو ګوزارونو راپورونه هم ورکړل شوي دي؛ په هرصورت، د زیان دقیق جزئیات لا تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران څخه غوښتي چې بریدونو ته ځواب ونه وايي او خبرداری یې ورکړی چې که تهران غچ واخلي نو واشنګټن به نور سخت بریدونه وکړي.
#امریکا #ایران #قشم #سیرک #هرمزګان #ډونالډټرمپ #دهرمز_تنګی #هوایي_بریدونه #سفیر_ټلویزیون
د خبرونو اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/35657








