افغانستان

کویټي پانګوال د افغانستان د ګرځندوی په سکتور کې پانګونې ته لیواله دي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د دې وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال قدرت الله جمال په کابل کې د کویټي پانګوال او د السیر شرکتونو له مشر محمد ناصر محمد السیر سره ولیدل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، محمد ناصر محمد السیر په دې غونډه کې د افغانستان د ګرځندوی په سکتور کې پانګونې ته لیوالتیا څرګنده کړه.

قدرت الله جمال دا هم وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت چمتو دی چې د هیواد د ګرځندوی په سکتور کې پانګونې لپاره اړینې اسانتیاوې او همکارۍ چمتو کړي.

#افغانستان #ګرځندوی #پانګه اچونه #کویت #کابل #د_معلوماتو_او_کلتور_وزارت #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button