نړۍ

پوتین له چین څخه تر سفر وروسته تاجکستان ته ورسېد

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته د خپل سفر له پای ته رسېدو وروسته د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ښار ته ورسېد او د دغه هېواد د ولسمشر امام علي رحمان له لوري یې هرکلی وشو.

 ټاکل شوې ده پوتین د جمعې په ورځ، د لړم ۲۹مه، له خپل تاجکستاني سیال سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې وکړي.

 دغه راز ټاکل شوې ده پوتین امام علي رحمان د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اورچوک په مشرۍ کابل ته د روسي پلاوي د سفر د پایلو او له افغانستان سره د مسکو د همکاریو د څرنګوالي په اړه هم خبر کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button