نړۍ

د ماشومانو نړیواله ورځ؛ زده‌کړه، روغتیا او امنیت د هر ماشوم بنسټیز حقونه دي

نن د جمعې ورځ، د نومبر ۲۰مه، د ماشومانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ دا ورځ په ۱۹۵۴ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو له خوا د نړیوال پیوستون د پیاوړتیا او د ماشومانو د حقونو او هوساینې د ملاتړ په موخه نومول شوې ده.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دې ورځې په مناسبت ټینګار کړی، چې زده‌کړه د هر ماشوم حق دی او د ښوونې او روزنې په برخه کې پانګونه د راتلونکي لپاره پانګونه ده.

د ماشومانو نړیواله ورځ د ماشومانو پر بنسټیزو حقونو، لکه د زده‌کړې، روغتیا، امنیت او له تاوتریخوالي پرته د ژوند حق، د ټینګار لپاره یو فرصت دی؛ د دغو حقونو ملاتړ او ماشومانو ته د ښه راتلونکي برابرول د ټولو ګډ مسوولیت دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button