د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا، په فارس خلیج کې د کړکېچونو له بیا زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او له ټولو ښکېلو لورو، په ځانګړې توګه امریکا چې مسکو یې د دې نښتې پیل کوونکې بولي، غوښتي چې ژر تر ژره جګړې ودروي.
هغې ټینګار کړی چې اختلافونه باید د خبرو اترو او ډیپلوماتیکو مذاکراتو له لارې حل شي او د جګړو دوام کولای شي د سیمې وضعیت لاپسې کړکېچن کړي








