د بهرنیو چارو وزارت باخبره سرچینې وايي، اسلامي امارت په پام کې لري چې هدایتالله پکتین، محمدحکیم حکیمي، بشیر احمد افغان او سعید اکبر رستاد په نومونو څلور ډیپلوماتان په برلین کې د افغانستان سفارت او د بن ښار په قونسلګرۍ کې د دندو ترسره کولو لپاره آلمان ته ولېږي.
د سرچینو په وینا، یاد څلور ډیپلوماتان اوس مهال د قطر په دوحه ښار کې دي او د آلمان د ویزو ترلاسه کولو ته په تمه دي. بشیر احمد افغان او سعید اکبر رستاد په ترتیب سره په برلین کې د افغانستان په سفارت کې د لومړي او دویم سکرترانو په توګه او هدایتالله پکتین او محمدحکیم حکیمي په بن ښار کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د دویمو سکرترانو په توګه ټاکل شوي دي.
دغه اقدام د کابل او برلین ترمنځ د تخنیکي تعاملاتو په دوام کې ترسره کېږي، چې موخه یې د قونسلي خدمتونو تنظیم او په آلمان کې د هغو افغان پناه غوښتونکو د دوسیو څېړل دي چې قانوني استوګنه نه لري؛ خو د دواړو لورو رسمي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
آلمان د ۲۰۲۱ کال د اګست له تحولاتو وروسته اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو د قونسلي او کډوالۍ چارو د مدیریت په موخه یې له کابل سره خپلې تخنیکي همکارۍ پراخې کړې دي.








