نړۍ

د مکسیکو د نشه‌يي توکو پخوانی سلطان په ۸۰ کلنۍ کې ومړ

میګل انخېل فلیکس ګالاردو، د مکسیکو له مشهورو نشه‌يي توکو قاچاقبرانو او د ګوادالاخارا کارټل بنسټګر، په ۸۰ کلنۍ کې په روغتون کې د بدن د څو غړو د فعالیت د درېدو له امله مړ شوی دی.

 بي‌بي‌سي خبري شبکې راپور ورکړی، چې فلیکس ګالاردو، چې په «پدرخوانده» او «د مشرانو مشر» مشهور و، په ۱۹۸۰مو کلونو کې د ځواکمن ګوادالاخارا کارټل مشري کوله؛ هغه ډله چې د خپل فعالیت په اوج کې یې په مکسیکو کې د نشه‌يي توکو پر قاچاق د پام وړ برخه واک درلود او د دغه هېواد د پولیسو پر یو شمېر ادارو او ایالتي چارواکو یې پراخ نفوذ درلود.

 نوموړی په کولمبیا کې د جنایي ډلو او په مکسیکو کې د خپلې نشه‌يي توکو د قاچاق شبکې ترمنځ د اړیکو او اتحادونو په رامنځته کولو هم مشهور و.

 په ۱۹۸۵ کال کې د امریکا د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د یوه کارکوونکي، انریکې «کیکي» کامارېنا، تر شکنجې او وژنې وروسته، د ګوادالاخارا کارټل پر مشرانو فشارونه زیات شول؛ فلیکس ګالاردو په ۱۹۸۹ کال کې ونیول شو او له هغه وخت راهیسې په زندان کې و.

 نوموړی د روغتیايي وضعیت له خرابېدو وروسته روغتون ته لېږدول شوی و او هلته یې ساه وکره.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button