افغانستان

د امارتي «ملي بس» شرکت د بسونو د تولید او پېرلو په برخه کې له یوه چینایي شرکت سره د همکارۍ خبرې وکړې

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویاند محمد نبي بهار، په ټولنیزه شبکه ایکس کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د امارتي ملي بس شرکت د اجرائیوي رییس حافظ عبدالباقي مقیم په مشرۍ یوه پلاوي د چین په سوژو ولایت کې د «هایګر» (Higer) چینایي شرکت له مسوولانو سره لیدنه کړې ده.

 په دې لیدنه کې دواړو لورو د عصري بسونو د تولید او پېرلو په برخه کې د همکارۍ پر رامنځته کولو خبرې کړې دي او د ملي بس شرکت پلاوي د دغه شرکت د فابریکې د کاري بهیر او تولیداتو د کیفیت څخه هم لیدنه کړې ده.

د هایګر شرکت مسوولانو په دې لیدنه کې د ښاري او چټک‌رفتار بسونو د تولید او برابرولو په برخه کې د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی ډاډمن کړی دی.

 د هایګر چینایي شرکت د هایبرېډ، برېښنايي او ډیزلي موټرو د تولید په برخه کې فعالیت کوي او د دغه شرکت بسونه د یو شمېر هېوادونو په ښارونو کې د مسافرینو د لېږد او د ښاري ترانسپورټ د نظم د ښه‌والي لپاره کارول کېږي.

 

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button