افغانستان

د اسلام‌کلا ګمرک له لارې د بې‌کیفیته نفتي او غیرنفتي توکو د لېږدونکو ۱۸ موټرو د داخلېدو مخه ونیول شوه

د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د بې‌کیفیته نفتي او غیرنفتي توکو ۱۸ موټر، د اړینو کیفیتي معیارونو د نه لرلو له امله، د اسلام‌کلا ګمرک له لارې بېرته صادرونکي هېواد ته ګرځول شوي دي.

 په دغو موټرو کې د ډیزلو ۸ ټانکرونه، د پټرولو ۷ ټانکرونه، د ټي‌سي‌ون دوه موټر او د کلسیم کاربونېټ یو موټر شامل وو.

 دا اقدام هېواد ته د بې‌کیفیته توکو د داخلېدو د مخنیوي، د مصرف‌کوونکو د حقونو د ساتنې او د ټاکل شویو کیفیتي معیارونو د تأمین په موخه تر سره شوی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button