سیمه
د صنعاء ځواکونو د یمن په لحج ولایت کې د «الخرز» پوځي قرارګاه تر خپل کنټرول لاندې راوسته
د خپرو شویو راپورونو له مخې، د صنعاء ځواکونو د تېرې ورځې (د ۱۴۰۵ کال د لړم ۲۳مه) ماښام د یمن په لحج ولایت کې د المضاربه او رأسالعاره ولسوالۍ د «الخرز» پوځي قرارګاه کنټرول ترلاسه کړی دی؛ دغه قرارګاه د قیر شوې ساحلي لویې لارې ته د رسېدو وروستۍ دفاعي کرښه بلل شوې او له یادې لارې څخه په لږ تر لږه ۱۸۰۰ مترۍ کې موقعیت لري.
د راپور له مخې، د الخرز قرارګاه تر دې مخکې د «درعالوطن» ځواکونو په واک کې وه، خو د نښتو له نږدې کېدو او د دغو ځواکونو له شاتګ سره سم، د «حراسالجمهوریه» ځواکونو ته وسپارل شوه؛ دغو ځواکونو د المضاربه په ختیځو جبهو کې، چې الشطین، هوریب او الفاسیه هم پکې شامل دي، تر وروستیو شېبو جګړې ته دوام ورکړی دی.







