د بلخ والي د تاریخي جومات، دارالحفاظ او ښاري پروژو د بیارغونې له بهیر څخه لیدنه وکړه
د بلخ والي ملا محمدیوسف وفا د جمعې په ماښام (د ۱۴۰۵ کال د لړم ۲۲مه) د بلخ ولسوالۍ ته سفر وکړ او د ابونصر فارسا تاریخي جومات د بیارغونې او ترمیم، د دارالحفاظ د ودانیزو چارو او د دې ولسوالۍ د ښاروالۍ له فعالیتونو څخه یې لیدنه وکړه.
د بلخ ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر د راپور له مخې، د دغه ولایت والي د علماوو د فقهي مجلس له نوې جوړې شوې ودانۍ او هغه دارالحفاظ څخه هم لیدنه وکړه، چې د اسلامي امارت د مشر په نوم جوړېږي. د یاد دارالحفاظ د جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي او د بلخ والي د پاتې چارو پر ژر بشپړېدو او د دغه مرکز د فعالیتونو پر ژر پیل ټینګار وکړ.
نوموړي همدارنګه د چهارباغ په سیمه کې د ښاروالۍ له پروژو، چې د شنې ساحې جوړول، د کټارو لګول او د تفریحي اوبو چینې جوړول پکې شامل دي، لیدنه وکړه او د دغو پروژو پر ژر بشپړېدو او د بلخ ولسوالۍ د سړکونو او کوڅو د اساسي بیارغونې بهیر پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.







