سیمه
د ایران د خبرګانو شورا له اټومي وسلو څخه د مخنیوي له تړون څخه د وتلو د ارزونې غوښتنه کړې
د ایران د رهبرۍ د خبرګانو شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه هېواد پر وړاندې د پرلهپسې ګواښونو، په ځانګړي ډول د ایران د اټومي پوهې پر وړاندې د ګواښونو په پام کې نیولو سره، په دې برخه کې پر نړیوالو مسوولو بنسټونو هیله نه شي کېدای.
دې شورا له اټومي وسلو څخه د مخنیوي له تړون (NPT) څخه د ایران د وتلو ارزونه، د دفاعي تګلارې بیاکتنه او د اړینې دفاعي مخنیوي وړتیا رامنځته کول یوه نهمخنیوي کېدونکې اړتیا بللې او ویلي یې دي چې دا موضوع پر یوې ملي او عامه غوښتنې بدله شوې ده.
په همدې حال کې، ایراني شنونکي علیرضا تقوینیا دغه اعلامیه د خبرګانو شورا د غړو د لیدلوري د بدلون نښه بللې او ویلي یې دي چې د نظام د ساتنې لپاره د ایران د اټومي وسلو ترلاسه کول اړین ګڼل کېږي.








