نړۍ
د اوکراین بریدونو د روسیې د ۹ لویو تېلو تصفیهخونو فعالیتونه ګډوډ کړل
د خپرو شویو راپورونو له مخې، د اوکراین بریدونو په یوه اوونۍ کې د روسیې له ۳۵ لویو تېلو تصفیهخونو څخه د ۹ هغو فعالیتونه ګډوډ کړي او د دغه هېواد د تېلو د تصفیې کچه یې شاوخوا یوه پر درېیمه برخه راټیټه کړې ده.
دغه بریدونه د روسیې پر سونتوکو د زېربناوو د فشار راوړلو لپاره د اوکراین د هڅو یوه برخه ګڼل کېږي؛ هغه اقدام چې د تېلو پر تاسیساتو د زیانونو سربېره یې د سونتوکو پلور، د تېلو د محصولاتو لېږد او وېش او د تولیدي ظرفیت د بېرته رغولو بهیر هم له ستونزو سره مخ کړی دی.
شننې ښيي چې د دغو بریدونو دوام ښايي د روسیې د پوځي ځواکونو د سونتوکو پر برابرولو هم اغېز وکړي او مسکو ته د اوښتو زیانونو د جبران لګښتونه زیات کړي.








