د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې مسوولینو ویلي، د هېواد د فوټسال له ۱۸ کلونو کمعمره ملي لوبډلې د سېنېګال په نړیوالو المپیکي سیالیو کې له ګډون وروسته د دغو سیالیو د ځوانمردانه لوبې جایزه ګټلې ده.
د افغانستان ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې د پاناما او سېنېګال لوبډلې ماتې کړې؛ خو د ارجنټاین، پرتګال او مراکش پر وړاندې یې ماتې وخوړې او په پای کې یې څلورم مقام خپل کړ.








