د «تاکتیکال ریپورټ» د راپور له مخې، مصر د خپل هوايي ځواک د نوي کولو او د وسلو د پېرلو سرچینو د تنوع په موخه، له فرانسې، امریکا، چین او د «یوروفایټر ټایفون» جنګي الوتکو له اروپايي تولیدوونکي کنسرسیوم څخه د جنګي الوتکو د پېرلو څلور موازي لارې څاري.
په همدې حال کې، مصر د دښمن د جنګي الوتکو د پېژندنې، تعقیب او مخنیوي د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د چینايي جنګي الوتکو پېرلو ته هم لېوالتیا ښودلې ده.
د مصر هوايي ځواک په دې وروستیو کې د ۳۴مې سکواډرن اړوند خپلې «رافال» جنګي الوتکې د «سکالپ» کروز توغندیو، د هوا څخه هوا ته د «میکا» توغندیو او د لرې واټن «عاصم» مهماتو سره نندارې ته وړاندې کړې دي.








