د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسلامکلا او تورغونډۍ له ګمرکونو څخه د بېکیفیته نفتي توکو ۲۱ ټانکرونه بېرته صادرونکو هېوادونو ته ګرځول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې محمولو کې د اسلامکلا له ګمرک څخه د پټرولو څلور ټانکرونه، د ډیزلو نهه ټانکرونه او د ټيسيون یو موټر، همدارنګه د تورغونډۍ له لارې د ګازو شپږ ټانکرونه او د پټرولو یو ټانکر شامل دي.
دغه محمولې د اړینو کیفیتي معیارونو د نه لرلو له امله بېرته ګرځول شوې دي. ځايي چارواکو ویلي، د دې اقدام موخه هېواد ته د بېکیفیته نفتي توکو د واردېدو مخنیوی، د پېرودونکو د حقونو ساتنه او د ټاکل شویو کیفیتي معیارونو ډاډمنول دي.








