د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې ۲۹ باروړونکي موټر چې بېکیفیته نفتي او غیرنفتي توکي یې لېږدول، پرون د اسلامکلا ګمرک له لارې بېرته صادرونکو هېوادونو ته ستانه شوي دي.
په دغو توکو کې ۸ موټره پټرول، ۱۷ موټره ډیزل، یو موټر بوره، دوه موټره بسکټ او یو موټر کاشي شامل دي، چې د اړینو کیفیتي معیارونو د نه لرلو له امله هېواد ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د دې اقدام موخه هېواد ته د بېکیفیته توکو د واردېدو مخنیوی، د مصرفوونکو د حقونو ساتنه او د ټاکل شویو معیارونو د پلي کېدو ډاډ ترلاسه کول بلل شوي دي.








